له سپین‌بولدک تر تروو او وړممۍ د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډیورند کرښه سختې نښتې روانې دي

د پکتیکا د تروو او وړممۍ ولسوالیو اړوند د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه پیل شوې ده.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر مولوي سبحان‌الله عزام وایي چې‏ همدا اوس (شاوخوا ۱۱ بجې) د پکتيکا تروو ولسوالۍ کې پر فرضي کرښه د «قمرالدین» او «خان‌محمد» په نومونو دروازو کې زوروره جګړه پيل شوه او سيمې ته تازه دمي ځواکونه هم ور رسېدلي دي.

هغه دغه‌راز زیاته کړې، له دې سره هم‌مهاله د وړممۍ ولسوالۍ په «لاړي» نومې سرحدي دروازه کې هم جګړه پيل شوې ده خو نور جزئیات یې ور نه کړل.

دا په داسې حال کې چې نن سهار د کندهار سپین‌بولدک ولسوالۍ کې هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې چې تلفات هم لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6643a
دکمه بازگشت به بالا