له صادراتو تر ننګونو: د افغانستان د وچو مېوو بازارونه پراخېږي، خو خنډونه هم شته

وچې مېوې لکه ممیز، بادام، پسته، غوزان او کشته د افغانستان له مهمو صادراتی محصولاتو دي او په سیمه او نړۍ کې یې ښه بازارونه موندلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې د افغانستان د وچو مېوو د صادراتو ارزښت د پام وړ زیات شوی او هند، چین، پاکستان، روسیه، متحده عربي امارات، کاناډا، ایټالیا او بریتانیا د دغو محصولاتو د صادراتو لپاره مهم ځایونه دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه داسې وايي: «د روان زیږیز کال په لومړیو ۸ میاشتو کې د وچې میوې د صادراتو کچه تر ۲۲۲ میلیون ډالره وو، په داسې حال کې چې د تېر زیږیز کال ۲۰۲۴ په لومړنیو اتو میاشتو کې دغه شمېر ۱۷۹ میلیون ډالره وو.»
بلخوا، د وچو مېوو د صادروونکو اتحادیه وايي چې سوداګر د صادراتو په بهیر کې له جدي ننګونو سره مخ دي. د واګه بندر تړل کېدل، د هوا له لارې د لېږد لوړ لګښت او د پیسو د لېږد په بهیر کې ستونزې د وچو مېوو د صادراتو پر وړاندې مهمې ننګونې دي.
د دې اتحادیې د مسوولانو په وینا، که دا ستونزې حل نه شي، د هند په څېر د مهمو بازارونو د له لاسه وتو احتمال شته.
د کابل د وچو مېوو صادروونکو اتحادیې ویاند، خالد رحماني بیا په دې اړه داسې وايي: «هغه عمده ستونزې چې اوس ورسره موږ مخ یو، د چارتر باربري الوتکو نشتوالی دی، بې ثباتي ده، د ټکټونو نرخونه دي او ځينې اداري او تخنیکي ستونزې هم د دې لامل شوي دي.»
یوه سوداګر، محبوبالله محمدي و ویل: «تر ټولو لویه ستونزه چې له اوږدې مودې راهیسې ورسره موږ مخ یو هغه بانکي ستونزه ده. په ادارو کې بېروکراسي هم له هغو ستونزو ده چې ډېری صادرونکي ورسره مخ دي.»
که څه هم افغانستان په سیمه کې د وچو مېوو د تولید له مهمو هېوادونو ګڼل کېږي، خو د اقتصادي چارو شنونکي ټینګار کوي چې د صادراتو د پایېدونکې ودې لپاره باید د سړو خونو پر جوړولو، معیاري بستهبندۍ، ارزانه ټرانسپورټ او نړیوالو بازارونو ته پر لاسرسي پانګونه وشي.