له مظاهره‌چیانو د ملاتړ له امله پاکستان له اسلامي امارت د نه‌لاس‌وهنې غوښتنه وکړه

وروسته له هغه چې په افغانستان کې د اسلامي ام‍.ارت حکومت په پاکستان کې له مظاهره‌چیانو سره د پوځ په “تاوتریخجن” چلند خواشيني څرګنده کړه او ترې ویې غوښتل چې له دې کاره لاس واخلي، اوس پاکستان د اسلامي ام‍.ارت له حکومته غوښتي چې د دوی په کورنیو چارو کې دې “لاس‌وهنه” نه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ذبیح الله مجاهد د تېرې ورځې اعلامیې ته په غبرګون کې ښاغلی مجاهد مخاطب کړی او ویلي یې دي چې هغه دې “د افغانستان اړوند مسئلو باندې فکر ورټول کړي او پاکستان په خپلو کورنیو چارو کې بهرنیو مشورو ته اړتیا نه لري.”

په اعلامیه کې همداراز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، “موږ د اسلامي ام‍.ارت نه تمه لرو چې په دوحه کې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي” او په وینا یې، “یو ټول‌منلی او ریښتینې استازولي کوونکی حکومت دې جوړ کړي.”

په افغانستان کې حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دې تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.

پرون دوشنبه (اکتوبر ۱۳/ تله ۲۱) د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په پاکستان کې د ‘تحریک لبیک’ په نوم د یوه ګوند اعتراض کوونکو سره د پاکستان پوځ په “تاوتریجن” چلند خواشيني څرګنده کړې وه او ادعا یې کړې وه چې ګواکې مظاهره‌چیانو ته پکې “دروند ځاني او مالي زیان اوښتی.”

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6619a
دکمه بازگشت به بالا