له ناکامو خبرو تر نوي هیلو: زېلينسکي د واشنګټن د سولې په غونډه کې ګډون کوي

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي به د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته له ډونلډ ټرمپ سره د خبرو لپاره سفر وکړي.

دا سفر وروسته له هغه کېږي چې د تېرې جمعې په ورځ په الاسکا کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتین تر منځ غونډه بې پايله پايته ورسېده او دواړه د اوکرايين د جګړې د ختمولو په اړه کومې هوکړې ته ونه رسېدل.

ټاکل شوې چې د بريتانيا، جرمني، فرانسې او د اروپايي کمېسيون مشران به هم د سپینې ماڼۍ په غونډه کې ګډون وکړي.

نو اوس مهم لوبغاړي او د سولې پر وړاندې خنډونه په کوم حالت کې دي؟

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4625a
دکمه بازگشت به بالا