له نشهیي توکو تر وسلو: خوست کې یو تورن کس ونیول شو

خوست: د نشهیي توکو او وسله وال قاچاق تورن کس نیول شوی
د خوست امنیتي ځواکونو د نشهیي توکو یو تن وسلهوال قاچاق کوونکی نیولی دی. د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د نشهیي توکو سره د مبارزې منسوبینو د تڼیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې دغه کس د نشهیي توکو او نظامي مهماتو سره یو ځای ونیوه.
له نیول شوي کس سره یو اندازه شیشه، درې میله توپانچې، ۲۱ د کلایشنکوف شاجورې، او یو شمېر د کلاشینکوف او توپانچې مرمۍ هم ترلاسه شوي دي.
د یادو عملیاتو موخه د نشهیي توکو او وسلهوالو قاچاق په وړاندې مبارزه بلل شوې ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4604a