له ولسي همکارۍ تر زدهکړو: زمريکوټ کې د خوشالبابا ښوونځی پرانیستل شو

د پکتیکا ولایت مقام رسنيو دفتر وايي، چې د دغه ولايت يوسف خېل ولسوالۍ زمريکوټ سيمه کې د ۲.۴ ميليونه افغانيو په لګښت د خوشال بابا ښوونځي لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه نوې جوړه شوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په همکارۍ جوړه شوې، شپږ درسي ټولګي لري او په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې، څو زدهکوونکي په مناسب چاپېریال کې زدهکړې وکړي.
د پکتیکا د پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد د يادې ودانۍ د پرانیستې پرمهال وویل: «موږ د زمریکوت د خلکو له صادقانه همکارۍ منندوی یوو، دا ښيي چې زموږ ولس د تعلیم ارزښت درک کړی دی.»
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5873a