له وچکالۍ او ککړې هوا وروسته واورې او بارانونو په څو ولایتونو کې سا تازه کړه

له مودې ککړې هوا او وچکالۍ وروسته؛ د پکتیا، پکتيکا، غزني، میدان وردګ او ډایکندی ولایتونو په ځینو برخو کې بېګاه شپه واوره او بارنونه ورېدلي او دا مهال هم په يو شمېر سيمو کې دوام لري.
همداراز، د بامیانو په مرکز کې تېره شپه واوره ورېدلې، خو اوس هوا روغه ده؛ په داسې حال کې چې په غرنیو کوتلونو کې د واورې او باران ورښت لا هم دوام لري.
تر ورښتونو وړاندې او د ژمي په راسېدو سره د مرکز کابل په ګډون يو شمېر ولايتونو کې د ککړې هوا له امله ګڼ هېوادوال په ناروغيو اخته شوي وو او اوس دې ورښتونو ته خوښ ښکاري.
له دې سره سم د ټرافيکو ولايتي مديريتونو له خلکو غوښتي، چې له اړتیا پرته د غرنيو سيمو له سفره ډډه وکړي او يا هم د غرنیو لارو په سفرونو کې د خوندیتوب تدابیر په پام کې ونیسي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w3066e

