له پاکستانه د سولې غوښتنه د کابل اوسېدونکي د هوايي بریدونو غندنه کوي، د ورورولۍ فضا غواړي

د کابل یو شمېر اوسېدونکو د هیواد پر ځینو برخو د پاکستان د وروستیو بریدونو او د دغه هېواد له لوري د هېواد د هوایي حریم د نقض غندنه وکړه.
دوی د افغانستان د اسلامي امارت له ځواکونو د خپل ملاتړ په څرګندولو سره، له پاکستان وغوښتل چې د افغانستان د هوايي حریم له نقضولو او د ترینګلتیا له زیاتولو لاس واخلي.
يوه قومي مشر، شاه علیزي په دې اړه و ويل: «موږ له د پاکستان له خلکو او حکومت څخه غوښتنه کوو چې هغه ورورولي له موږ سره بيا رامنځته کړي چې موږ د يو بل هېواد ته د تګ راتګ لپاره ويزې ته اړتيا نه لرله. دا تګ راتګ د دواړو هېوادونو په ګټه دی.»
سيد فرهاد اکبري، د افغانستان د ساداتو د شورا مرستيال، زياته کړه: «موږ پر دې اتلو ځواکونو وياړو چې نړۍ ته یې وښوده، د هېواد د حريم د دفاع توان لري. هغوی د پاکستان شومو کړنو او تېريو ته ځواب ورکړ، هغه کړنې چې د هغوی کمزوري ښکاره کوي او هڅه کوي چې پر خپلو ګاونډيانو يې واچوي.»
یو شمېر دغه اوسېدونکي د پاکستان د هوايي بریدونو د غندنې ترڅنګ، له دغه هېواده وغوښتل چې د افغانستان په تړاو په خپلو تګلارو کې بدلون راولي.
دوی د ترینګلتیا زیاتېدل د دواړو هېوادونو په زیان بولي او د پاکستان له دیني عالمانو او خلکو یې وغوښتل چې د پاکستان د حکومت د تګلارو د بدلون لپاره هڅې وکړي.
د افغانستان د شیعه علماوو د شورا دویم مرستیال ، محمد اکبري و ویل:« د پاکستان وروستی تېری پر خپل هېواد غندو.»
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د روانې لمریزې میاشتې پر ۱۷مه، د پکتیکا ولایت پر یو شمېر سیمو بمبار وکړ، چې په پایله کې یې ولسي وګړو ته مالي زیانونه واوښتل.
اسلامي امارت هم، د پاکستان د دغه کار په غبرګون کې د پاکستان پر پوستو غچاخیستونکي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې نږدې اتیاوو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته.