له کارخونې تر ناورین: د ټينېسي ایالت زورورې چاودنې ۱۹ تنه ورک کړل

رویټرز خبري اژانس نن راپور ورکړی، چې د جمعې په سهار د امریکا د ټينېسي ایالت په نشیل سیمه کې د مهماتو جوړولو په یوه کارخونه کې زوروره چاودنه شوې ده.
د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې د کارخونې ۱۹ تنه کارکوونکي تر اوسه ورک دي، او اټکل کېږي چې ښايي مړه شوي وي.
راپورونه زیاتوي، چې له چاودنې وروسته د کارخونې ودانۍ په بشپړ توګه نړېدلې او د ژغورنې ډلې لا هم په سيمه کې د ورک شويو کسانو د موندلو هڅې کوي.
د چاودنې د اصلي لامل په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a931s