له کروندې تر کورني تولید: افغانستان د خوراکي خپلواکۍ پر لار روان دی

د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال وزیر دفتر په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰ د اوړو تولید فابریکې فعالې دي، چې دا ګام د هېواد د خوراکي توکو په خپلواکۍ کې مهم پرمختګ ګڼل کېږي. اعلامیې څرګنده کړې چې افغانستان د خپلې اړتیا وړ اوړو شاوخوا ۶۰ سلنه په کور دننه تولیدوي.
د اعلامیې له مخې، افغانستان په کال کې شاوخوا شپږ میلیونه ټنه اوړو ته اړتیا لري، چې اوس مهال ۳.۵ میلیونه ټنه یې په کور دننه تولیدیږي، او پاتې برخه هم د کورني تولید د زیاتوالي له لارې کمېدونکې ده.
دغه پرمختګ د اسلامي امارت د هڅو څرګندونه کوي ترڅو د کور دننه تولید او اقتصادي خپلواکي پیاوړې کړي، او د هېواد د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره بنسټیزې ګامونه پورته کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4645a