له کډوالو تر پانګونې: د عمان او اسلامي امارت خبرې د افغانانو د ستونزو او راتلونکې پر محور

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر په عمان کې د اسلامي امارت له سفیر، حافظ عمر سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل او هېواد ته بهرنیو پانګوالو پر رابللو خبرې کړې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې حافظ عمر ویلي چې عمان له اسلامي امارت لامثبتو او نږدې اړیکو ته لېواله دی او په وینا یې چې په پلازمېنه مسقط کې د اسلامي امارت د سفارت لخوا مېشتو افغانانو ته اړتيا وړ خدمات وړاندې کېږي.

بلخوا مولوي عبد الكبير په بهر کې د افغان ډيپلوماتانو هڅې ستایلې او ویلي یې دي چې افغان سفارتونه د اسلامي امارت د سیاسي اړيکو سربېره د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې رغنده ونډه لري.

نوموړي د اسلامي امارت د سفارتونو لخوا افغان کډوالو ته د اړينو خدماتو پر وړاندې کېدو د ټینګار ترڅنګ ویلي چې اسلامي امارت له هرې شونې لارې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو هڅې کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5847a
دکمه بازگشت به بالا