لکي مروت د بس چاودنه؛ ۱ وژل شوی، ۹ ټپیان

د خېبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ د ناورخېل موړ ته څېرمه د سېمنټو د یوې خصوصي فابریکې پر بس چاودنه شوې ده. ځايي پولیس وایي، یو کس په دغه پېښه کې وژل شوی او د دوو ښځو په ګډون ۹کسان ټپیان دي.
د ځايي چارواکو په وینا؛ ټپیان سملاسي نږدې روغتون ته لېږدول شوي او په بېړنۍ توګه یې درملنه روانه ده. د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ د پېښې په تړاو پلټنې پیل شوې او د لکي مروت په یاده سیمه کې امنیتي تدابیر هم سخت شوي، چې د عاملینو د نیول کېدو لپاره پلټنې هم روانې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w3328e

