مادورو ځان بې‌ګناه ګڼم؛ محکمه، مظاهرې او راتلونکې ناسته د مارچ ۱۷مه ټاکل شوې

د امریکا په متحده ايالتونو کې د وينزويلا د ولسمشر نيکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د محکمې لومړۍ ناسته، له نيول کېدو درې ورځې وروسته، د نيويارک په ښار کې ترسره شوه.
رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې دا ناسته بېګا شپه جوړه شوې وه.
نيکولاس مادورو په محکمه کې ځان بې‌ګناه بللی او ادعا يې کړې چې نوموړی لا هم د وينزويلا برحال ولسمشر دی؛ خو د محکمې د مشر له‌خوا پرې خبرې بندې شوې دي.
همدارنګه، د نيکولاس مادورو مېرمنې سيليا فلورېس هم په قضايي ناسته کې د بې‌ګناه څرګندونه کړې ده.
له بلې خوا، د محکمې د لومړۍ ناستې هم‌مهاله، لسګونه ونيزويلايي لاريون‌کوونکي چې پکې د مادورو مخالفين او پلويان شامل دي، د محکمې ودانۍ مخې ته راټول شوي او اعتراضونه يې کړي دي.
ټاکل شوې، چې د نيکولاس مادورو د محکمې بله ناسته د روان کال د مارچ په ۱۷مه ترسره شي، چې نږدې دوه نيمې مياشتې وروسته ده.
د راپورونو له مخې، د مادورو وکيل ويلي، چې د هغه د «نظامي تښتونې» له امله ښايي دا قضيه په محکمه کې اوږده او سخته حقوقي مبارزه واوسي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w3408e
دکمه بازگشت به بالا