ماسک د معاشي امتیاز بېرته ترلاسه کولو سره شتمني ۷۴۹ میلیارده شوه

د امریکا د ډېلاویر ایالت سترې محکمې د ټېسلا شرکت د ونډو د امتیازي معاش اړوند پخوانۍ پرېکړه بېرته فعاله شوې، چې له امله یې د دې شرکت د مشر ایلن ماسک شتمني د جمعې په ورځ ۷۴۹ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.
د فوربس مجلې راپور ورکړی، دغه امتیازي کڅوړه چې شاوخوا ۱۳۹ میلیارد ډالر ارزښت لري، تېر کال د یوې ابتدایي محکمې له لوري لغوه شوې وه او هغه مهال «د نه منلو وړ» بلل شوې وه. دا معاشي کڅوړه په ۲۰۱۸ کال کې طرحه شوې وه او هغه وخت یې ارزښت ۵۶ میلیارد ډالره اټکل شوی و.
خو د ډېلاویر ایالت سترې محکمې د جمعې په ورځ د ۲۰۲۴ کال پخوانۍ پرېکړه «ناسمه او ناعادلانه» بللې او لغوه کړې يې ده، چې له امله یې د ټېسلا مشر ته یو ځل بیا دا امتیاز ورکړل شوی دی.
له دې پرېکړې وروسته، ایلن ماسک د نړۍ د تر ټولو شتمن کس په توګه خپل ځای لا پیاوړی کړ. د فوربس د تازه شتمنیو نوملړ له مخې، د ماسک او د ګوګل د شریک بنسټاېښودونکي لاري پېج ترمنځ د شتمنۍ توپیر شاوخوا ۵۰۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي، چې دا په نړیوال اقتصادي تاریخ کې بېساری توپیر بلل کېږي.

