مالیزیا: د افغان سوداګرو د ملاتړ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا ناسته وشوه

په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت سرپرست نقیب‌الله احمدي د یاد هېواد له مېشتو افغان سوداګرو سره د همغږۍ ځانګړې ناسته کړې ده.

ياد سفارت وايي، په دې ناسته کې د کوربه هېواد او افغان سوداګرو ترمنځ د وروستیو سوداګریزو تعاملاتو په اړه خبرې شوې او د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو بحث شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د افغان سوداګرو ستونزې هم مطرح شوې، چې د حل په موخه یې د اړوندو برخو له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی.

په ورته مهال، افغان سوداګرو دغه ناسته د خپلو ستونزو د هواري او د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام بللی دی.

د ويلو ده، چې په بهر کې د اسلامي امارت استازي وخت نا وخت له بهرمېشتو افغان سوداګرو سره د دوی د ستونزو د اورېدو په موخه ناستې کوي او د هغوي ستونزې له نږدې اوري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6372a
دکمه بازگشت به بالا