مالیه وزارت: د کورني صنعت د ملاتړ لپاره پر ځینو وارداتي توکو تعرفې لوړې شوې

مالیې وزارت وایي چې له کورني صنعت څخه د ملاتړ په موخه پر ځینو وارداتي توکو له ۲ تر ۲۰ سلنې پورې تعرفې لوړې شوې دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کې کاغذي دستمال، تشناب کاغذ، د پخلنځي کاغذ، اوسپنیزې دروازې او ځینې نور هغه توکي شامل دي چې په کور دننه تولیدېږي.
مالیې وزارت همداراز ویلي چې دا اقدام له کورني صنعت څخه د ملاتړ او سوداګرۍ د ودې په موخه شوی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4844a