مالیې وزارت د معاشونو د ځنډ اوازې ناسمي دي، معاشونه به پر وخت حواله شي

د ا.ا د مالیې وزارت ویلي، چې د حکومتي ادارو د معاشونو د ځنډ په اړه خپرې شوې اوازې ناسمې دي، او دغه وزارت به د ټولو ادارو معاشونه حواله کړي.

د ا.ا د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر نن(شنبه، د مرغومي ۶مه) رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې د حکومتي ادارو د معاشونو د ځنډ په اړه خپرې شوې اوازې ناسمې دي، او دغه وزارت له کومې ستونزې پرته په پوره ډول چمتو دی څو د ټولو ادارو د معاشونو د راپورونو له ورسېدو سره به د ټولو ادارو معاشونه حواله کړي.

ښاغلي نصیر همداراز زیاته کړې چېو: «د مالیې وزارت یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې د معاشونو د طی مراحل کولو بهیر په عادي ډول دوام لري او د روانې اونۍ په جریان کې د ټولو ادارو د معاشونو د راپورونو له رسېدو سره سم به د راتلونکې اوونۍ په پیل کې د ټولو معاشونه حواله شي.»

د مالیې وزارت دا پيغام له هغه وروسته خپرېږي چې له تېرې یوې اوونۍ څخه یو شمېر غیر رسمي سرچینو داسې اوازې خپرې کړې وې چې د حکومتي ادارو معاشونه تر بل امره ځنډېدلي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2579e
دکمه بازگشت به بالا