مالیې وزارت ۴۸۰ ټُنه کمکیفیته نفتي مواد له ګمرکونو بېرته تمویلونکو ته سپارل شوي

د مالیې وزارت په خپرو معلوماتو کې ویل شوي لړم میاشت کې کمکیفیته نفتي موادو ۱۶ ټانکرونه له هېواد ګمرکونو بېرته ستانه شوي چې ټول وزن یې نږدې ۴۸۰ ټُنه اټکل شوی. وزرات څرګندوي ګرځول شوې محمولې د ډیزلو، مایع ګاز، پټرولو او بېلابېلو روغنیاتو بارونه وو، چې د تائید وړ کیفیت نه لرلو له امله تمویلونکو ته سپارل شوي.
وزارت زیاتوي کیفیت د تثبیت لپاره په ګمرکونو کې مسلکي او تخنیکي ډلې فعالیت لري، او د موادو ارزونه د لابراتوارونو له لارې په معیاري پروسه ترسره کېږي. د یادې طریقې هدف د بازار خونديتوب، د مصرفوونکو د حقونو ساتنه او د ټیټ کیفیت موادو مخنیوی ګڼل شوی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w431e

