متحده عربي امارات د هرات سېلاب ځپلو سره ژوره خواخوږي څرګندوو

متحده عربي اماراتو د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله له افغانستان سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د یاد هېواد له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې او هغوی ته د تسلیت مراتب وړاندې شوي دي.
اعلامیه کې همداراز د پېښو ټپیانو لپاره د ژر روغتیا هیله شوې او ټینګار شوی، چې متحده عربي امارات د طبیعي پېښو پر مهال د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې دا ډول پېښې د سیمې خلکو ته ستر انساني زیانونه اړوي او د اغېزمنو کورنیو ملاتړ یو بشري مسوولیت ګڼل کېږي.
متحده عربي اماراتو یو ځل بیا د افغان ولس سره د بشري همکارۍ پر دوام ټینګار کړی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله همدردي څرګنده کړې ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/W3291E

