متحده عربي امارات د کاپیسا د پېښې له زیانمنو سره خواخوږي وکړه

متحده عربي امارات د افغانستان په کاپیسا ولایت کې د وروستۍ ځمکې ښوېیدنې له امله اوښتې مرګژوبلې ته په غبرګون کې له افغان ولس سره ژوره خواخوږي او بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.
د د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد هېواد د پېښې له قربانیانو، د هغوی له کورنیو، افغان ولس او چارواکو سره خپله ژوره همدردي شریکوي او ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله څرګندوي. خبرپاڼه زیاتوي چې دا ډول طبیعي پېښې د بشري همکارۍ او نړیوالې همغږۍ اړتیا لا زیاتوي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې متحده عربي امارات په سختو حالاتو کې افغانستان یوازې نه پرېږدي او د بشري مرستو دوام ته ژمن دی، څو له زیانمنو کورنیو سره د بیړنۍ مرستې او ملاتړ زمینه برابره شي. چارواکو ویلي، د اړتیا په صورت کې به د مرستو د پراخولو لپاره هم لازم اقدامات ترسره شي.
وروستۍ طبیعي پېښې یو ځل بیا هغه بشري ستونزې را برسېره کړې چې ډېری کورنۍ ورسره مخ کېږي، او نړیواله همکاري کولای شي د زیانونو د کمولو او د اغېزمنو کسانو د ملاتړ په برخه کې مهم رول ولوبوي.

