متقي له اسلامي همکاریو سازمان سره مو د کډوالو او ثبات په اړه بحث وکړ

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د اسلامي همکاريو سازمان مرستيال طارق علي بخيت او د هغه له مل پلاوي سره کتنه وکړه.
د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويلي، چې په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان په سياسي او امنیتي وضعیت، راستانه شویو کډوالو، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې، د سیمې پر حالاتو او د دواړو لوريو ترمنځ د همکارۍ په موضوعاتو تفصيلي بحثونه وکړل.
ښاغلي متقي د اسلامي همکاریو سازمان له لوري د راستانه شویو کډوالو او د وروستیو زلزلو د قربانیانو سره د مرستو لپاره مننه څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ، چې د ژمي د سړې هوا په پام کې نیولو سره دې همکارۍ لا پراخه او اغېزمنه شي.

په ورته وخت کې، طارق علي بخيت د راستانه شویو کډوالو لپاره د بشري مرستو ژمنه وکړه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هڅو ملاتړ يې څرګند کړ.

د یادې ناستې په پای کې دواړو لورو موافقه وکړه، چې په راتلونکي کې به د افغانستان د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو او د سیمې د ثبات په برخه کې همکاري نوره هم پراخه کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q175w
دکمه بازگشت به بالا