متقي له تاجکستان سره د ستونزو لپاره ګډې پلټنې روانې دي

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، وروستیو اوونیو کې چې له تاجکستان سره پر ګډه پوله ځینې ستونزې او امنیتي پېښې رامنځته شوې، د همدې موضوع په تړاو یې له تاجکستاني لوري سره مستقیمې خبرې کړې دي.
متقي څرګنده کړې، دواړه لوري د یادو پېښو د رېښو معلومولو لپاره پر ګډ کار بوخت دي او په همدې موخه ګډې پلټنې هم پیل شوې دي، څو د ستونزو اصلي لاملونه روښانه شي او د ورته پېښو د تکرار مخه ونیول شي.
هغه خبرداری ورکړی چې ځینې مغرضې کړۍ هڅه کوي په لوی لاس د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي او په سیمه کې بېباوري رامنځته کړي، خو په وینا یې اسلامي امارت د دې ډول هڅو د شنډولو لپاره له ګاونډیانو سره د تفاهم او همغږۍ پر اصل ټینګار لري.
د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې اسلامي امارت د ګاونډیو هېوادونو د امنیت اندېښنو ته د متقابل درناوي له مخې ګوري او نه غواړي د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.
یادې څرګندونې تر هغه وروسته کېږي چې په دوشنبه کې د روسیې سفیر ویلي وو، په افغانستان کې موجود وضعیت د دې لامل شوی چې له تاجکستان سره د روسیې امنیتي او پوځي همکاري ځانګړی اهمیت خپل کړي.
اسلامي امارت بیا ټینګار کوي چې د سیمې ثبات، امنیت او ښه ګاونډیتوب د افغانستان له بنسټیزو لومړیتوبونو څخه دي او په همدې چوکاټ کې به له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

