متقي: له پاکستان سره خبرو کې روښانه او متوازن دریځ لرو

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، افغانستان د چین په کوربه‌توب له پاکستان سره روانو خبرو کې روښانه او متوازن دریځ لري.

نوموړي د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» په ناسته کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل د متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو د حل ملاتړ کوي او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو له حقونو دفاع خپل مسئولیت ګڼي.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت استازي دا مهال له پاکستاني لوري سره هغو خبرو کې ګډون لري چې د چین په کوربه‌توب روانې دي.

بلخوا چین هم ویلي، هڅه کوي د دواړو لوریو ترمنځ د تفاهم فضا پیاوړې او ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

دکمه بازگشت به بالا