متقي په هندوستان کې دی: د ډیپلوماټیکو اړیکو پیاوړتیا لپاره رسمي لیدنې روانې دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به هندوستان ته د روانې اکټوبر میاشتې له ۹مې تر ۱۶مې پورې د خپل سفر په ترڅ کې د «سفارتونو کچې ته د ډيپلوماټیکو اړيکو د لوړېدو» په تړاو هم خبرې وکړي.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د سفارتونو کچې ته د لوړولو او کونسلي خدمتونو د پراختيا او زیاتېدو موضوعات هم وڅېړل شي.

ويل‌کېږي، ښاغلی متقي به په یاد سفر کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر او د هند د ملي امنیت شورا له سلاکار اجیت دوال سره هم وګوري.

تمه کېږي، چې دغه سفر به د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا او د همکارۍ د نوېو فرصتونو د رامنځته کولو لپاره مهم ګام وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6256a
دکمه بازگشت به بالا