مجاهد: اسلامي امارت ځواکونو پر پاکستاني مرکزونو بریدونه پيل کړه

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو له لوري د ډیورند کرښه په اوږدو کې د پاکستان پوځ پر مرکزونو او نظامي تاسیساتو تهاجمي عملیات پیل شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه اقدام د پاکستان د پوځي حلقو له پرله‌پسې سرغړونو وروسته د غبرګون په توګه ترسره شوی او هدف یې د سرحدي امنیت ټینګښت او د هر ډول احتمالي ګواښ مخنیوی دی.

هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د خپلې خاورې د حاکمیت، امنیت او ثبات ساتنه خپل مسوولیت ګڼي او په همدې موخه اړین اقدامات ترسره کوي. د ده په خبره، هر هغه عمل چې د سرحدي اصولو خلاف وي، مناسب ځواب به ولري او ځواکونو ته لارښوونه شوې چې د چمتووالي لوړه کچه وساتي.

تر اوسه د پاکستاني لوري له خوا د دغو څرګندونو په تړاو رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو د سیمې وضعیت د نږدې څار لاندې بلل شوی او اړوند مسوولان وایي چې د هر ډول تحول په اړه به لازم معلومات له خلکو سره شریک شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/s851n
دکمه بازگشت به بالا