مجاهد تېر کال ۲.۸ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبيحالله مجاهد ویلي، چې تېر کال له بېلابېلو بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته دوه میلیونه او اته سوه زره افغان کډوال بېرته راستانه شوي دي.
ښاغلي مجاهد پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، چې د راستنو شویو افغانانو ته د هرکلی، ځای پر ځای کېدو او خدمتونو وړاندې کولو بهیر په منظم ډول مدیریت شوی او د ډېری راستنو شويو کورنیو د استوګنې ستونزې هوارې شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند همداراز ویلي، چې راستنو شويو کسانو ته لومړني خدمتونه وړاندې شوي او دا مهال د هغوی لپاره د استوګنیزو ښارګوټو د وېش بهیر هم روان دی، تر څو په دايمي يې د استوګنې ستونزې حل شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w3126e

