مجاهد: د داعش بریدونه په پاکستان کې د پټ مرکزونو لهخوا پلان شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، چې په روسیې (مسکو) ایران او یو شمېر نورو هېوادونو کې وروستي ترهګریز بریدونه د داعش خوارجو له هغو مرکزونو پلان او رهبري شوي، چې په پاکستان کې موقعیت لري.
ښاغلی مجاهد وايي، دغه ډله هڅه کوي په راتلونکي کې نور هېوادونه هم له ورته بریدونو سره مخ کړي.
نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې پاکستاني پوځ یوه کړۍ په خپله خاوره کې د داعش پټنځایونه پالي، سترګې ورباندې پټوي او دا ډلې هڅوي چې د سیمې امنیت ګډوډ کړي.
نوموړي زیاته کړې: “دا کړۍ نه غواړي چې افغانستان، سیمه او نړۍ له تاوتریخوالي پاکه شي. دوی د داعش له لوري بریدونه پلانوي او نورو هېوادونو ته د ناامنۍ صادرول غواړي.”
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6500a