مجاهد د پاکستان پر وړاندې غبرګون وښودل شو، خو د خبرو لار غوره ګڼو

ذبیح‌الله مجاهد، د اسلامي امارت ویاند، د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستیو استانبول خبرو په تړاو رسنيو ته ویلي چې اسلامي امارت د خبرو او تفاهم لوری غوره بولي، خو په وروستیو ترینګلتیاوو کې افغانستان یوازې غبرګون ښودلی، ځکه لومړنی اقدام د پاکستان له لوري شوی و.

مجاهد د دوحې خبرو اترو لومړنۍ مرحله یو مثبت ګام بللی او زیاته کړې یې ده چې د استانبول د خبرو وروستۍ پایلې ته به منتظر پاتې شي تر څو څرګنده شي چې څه لاسته راځي.

هغه ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو تر منځ شخړې باید د خبرو له لارې حل شي، خو خبرداری یې ورکړی که هر لوری پر افغانستان «تجاوز» وکړي، ورته غبرګون به وویني، ځکه د افغانانو د دفاع حق خوندي دی.

د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا په ډاګه کړې چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او نه به پرې د بل هېواد پر ضد چا ته اجازه ورکړل شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1236s
دکمه بازگشت به بالا