مجاهد: رسنۍ دې د اسلامي ارزښتونو او ملي یووالي له مخې فعالیت وکړي

د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د بهرنيو چارو وزارت د ډیپلوماسي انسټیټیوټ په نوښت د «مطبوعاتي مبارزې، تګلارې او ډیپلوماسي» تر عنوان لاندې سيمنار کې د اصلي ویناوال په توګه ګډون کړی دی.
د بهرنيو چارو وزارت په وینا، ښاغلي مجاهد د اسلامي امارت د مطبوعاتي سیاست، د رسنیو تعامل او د بهرني سیاست مهم اړخونه تشریح کړي او ټینګار یې کړی، چې رسنیز فعالیتونه باید د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او د مسلکي اصولو پر بنسټ مخته یووړل شي.
نوموړي له ټولو رسنیو وغوښتل، چې له احساساتي برخوردونو او ناسمو تعبیرونو ډډه وکړي او پر ځای یې دې د ملي یووالي مفکوره لا پیاوړې کړي.