محسن رضایي د اسلامي هېوادونو لوبو کې د افغانستان لپاره د سپینو زرو لومړی مډال وګاټه

د افغانستان د ملي تکواندو لوبډلې لوبډلمشر محسن رضایي د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو د تکواندو په پایلوبه کې د سپینو زرو مډال یې وګاټه.

د افغانستان د ملي تکواندو لوبډلې لوبډلمشر محسن رضایي د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو د تکواندو په پایلوبه کې د ایراني لوبغاړي علي‌اصغر مرادیان پر وړاندې ۲-۱ ماته ومنله او د سپینو زرو مډال یې په خپل نوم کړ.

د افغانستان او ایران د لوبغاړو ترمنځ دغه پایلوبه تېره شپه (یکشنبه، د نومبر۱۶مه) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د منفي ۶۰ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې ترسره شوه.

باید وویل شي چې د محسن رضایي د سپینو زرو مډال د اسلامي هېوادونو پیوستون لوبو په تاریخ کې د افغانستان لپاره د سپینو زرو لومړی مډال دی.او محسن رضایي په داسې حال کې سیالۍ ته ننوت چې د سیالۍ په اوږدو کې له ناروغۍ او کمزوري فزیکي حالت سره هم مخ و.

رضایي هغه د سعودي عربستان، ازبکستان او اذربایجان سیالانو ته ماتې ورکړې وه ترڅو د سیالۍ پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.

له رضایي څخه مخکې، یو بل افغان لوبغاړي، یوسف جهانګیر، د اسلامي پیوستون لوبو کې په موی تای کې د سرو زرو مډال ګټلی و او تاریخ یې جوړ کړی و.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q1031w
دکمه بازگشت به بالا