محمد یوسف سعیدي هرات کې ۳۵۰ تولیدي کارخونې فعالې شوې

د هرات د ولايت وياند محمد یوسف سعیدي وايي، چې د ۲۰۲۵ زېږديز کال پر مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې نږدې ۳۵۰ لويې او کوچنۍ توليدي کارخونو خپل عملي فعاليت پيل کړی دی.
سعيدي پر خپله اېکسپاڼه له صنعتکارانو هر اړخيز ملاتړ، پانګهوالو ته د اسانتياوو برابرول او د جوازونو د ورکړې د بهير اسانه کېدل د صنعتي ودې له مهمو لاملونو څخه بللي دي.
د ولايت د وياند په وينا، د دغو توليدي کارخونو پراختيا نه يوازې کورنی توليد پياوړی کوي، بلکې د سلګونو کسانو لپاره يې د کار زمينه هم برابره کړې ده.
هرات د افغانستان له هغو ولايتونو څخه دی، چې د جغرافيايي موقعيت او سوداګريزو لارو له امله د صنعت او توليد مهم مرکز بلل کېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w3403e

