محکمې یو افغان د خپلې مېرمنې د وژنې په جرم په عمر قید محکوم کړ

د جرمني یوې محکمې یو افغان د خپلې مېرمنې د وژلو په جرم په عمر قید سزا محکوم کړی دی. د جرمني رسنیو دا خبر پرون (سې شنبې) خپور کړی دی.
د جرمني د «ټاګسشپیګل» ورځپاڼې د راپور له مخې، دې ۴۵ کلن سړي د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې خپله ۳۷ کلنه مېرمن په داسې حال کې په چاقو وژلې، چې د دوی څلور ماشومان د کور دننه ویده وو. دا برید د اپارتمان په دهلېز کې شوی او ښځې د چاقو د څو ګوزارونو له امله ساه ورکړې ده.
د برلین سیمهییزې محکمې پرېکړه وکړه چې دا وژنه په ځانګړې بېرحمۍ ترسره شوې ده. د محکمې رئیس مارک سوتر وویل، تورن کس دا کار په قهر او د خپلې مېرمنې د «سزا ورکولو» په نیت کړی، ځکه هغه فکر کاوه چې مېرمن یې د ده له تمو سره سم چلند نه کاوه.
د سوتر په وینا: «تورَن باور درلود چې د یوه مېړه په توګه دا حق لري چې خپلې مېرمن ته سزا ورکړي او حتی ژوند ترې واخلي.»
محکمې ثابته کړه چې ښځه پنځه ځله په چاقو وهل شوې وه. د دوی ماشومانو وروسته تایید کړه چې مور او پلار یې له اوږدې مودې راهیسي جنجالونه لرل. همدارنګه محکمې واورېدل چې تورن د لويو ماشومانو هغه هڅې له پامه غورځولې وې چې غوښتل یې مور ته مرسته ورسوي. د راپور له مخې، هغه خپل اته کلن زوی ته ویلي وو: «زه به درته نوې مور راوړم.»
د قرباني د کورنۍ وکیلانو دا پېښه د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی وباله او د عدالت غوښتنه یې وکړه، هغه نظر چې د محکمې له پرېکړې سره سمون لري.
د جرمني رسنیو د تورن کس د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

