مراکش فاس ښار کې دوه ودانۍ راونړېدې؛ ۲۲ کسان مړه، ۱۶ ټپیان

په مراکش کې د فاس ښار دوه څلورپوړیزې ودانۍ د سېشنبې پر شپه په بشپړه توګه راونړېدې. د پیښې په پایله کې تر اوسه د ۲۲ کسانو مړینه او ۱۶ نور ټپیان ثبت شوي دي.
د مراکش چارواکي وايي، چې له نړېدلو څخه یوه ودانۍ خالي وه؛ خو په بلې ودانۍ کې د ماشوم د زېږون د «عقیقې» دودیز مراسم روان وو او اته کورنۍ پکې مېشتې وې.
د سیمې اوسېدونکي وایي، دواړو ودانیو له وړاندې درزونه درلودل او د کمزوري جوړښت نښې پکې ښکاره وې. د ژغورنې ډلې تر اوسه د ملبې پاکولو عملیات روان ساتلي او احتمال شته چې د مرګ او ټپيانو شمېر لا لوړ شي.
فاس ښار د مراکش له بېوزلو او وروسته پاتې ښارونو څخه بلل کېږي، چې په ځانګړي ډول په زاړه ښار کې د زړو او زیانمنو استوګنېزو ودانیو شمېر ډېر دی. د پېښې په تړاو تخنیکي ټیمونه هم سیمې ته رسېدلي او د نړېدلو د اصلي علت د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/h140f

