مرستیال والي حقجو بدخشان کې به هغه کان‌کېندنه ودروو چې عامه تاسیساتو ته زیان رسوي

د بدخشان ولایت مرستیال والي مولوي جمال‌الدین حقجو خبرداری ورکړی چې هر ډول هغه کان‌کېندنه به په قاطع ډول ودرول شي چې سړکونو، د سیندونو بستر او حریم، او عامه تاسیساتو ته زیان رسوي.

د ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، مولوي حقجو د عامه تاسیساتو د تخریب د مخنیوي کمېټې له غړو سره په ځانګړې ناسته کې د کان‌کېندونکو شرکتونو روان فعالیتونه وڅېړل او د فیض‌آباد–تخار پر لویه لاره، د سیندونو پر بستر او حریم د دغو فعالیتونو اغېزې یې په جدي ډول وارزولې.

مرستیال والي په دغه ناسته کې ټینګار کړی چې د عامه شتمنیو ساتنه یو ګډ مسوولیت دی او د سرغړونکو پر وړاندې به هېڅ ډول زغم ونه شي. نوموړي اړوندې کمېټې ته سپارښتنه کړې چې ټولې شوې پرېکړې په جدي او عملي ډول تطبیق کړي او د قانون خلاف کړنو مخه په کلکه ونیسي.

بلخوا، د عامه تاسیساتو د تخریب د مخنیوي کمېټې ډاډ ورکړی چې د اړوندو ادارو په همغږۍ به د سیندونو د بستر او حریم، او همدارنګه د فیض‌آباد–تخار د لویې لارې د ساتنې لپاره لازم قانوني او عملي ګامونه واخلي، څو له شته زیانونو مخنیوی وشي او عامه تاسیسات خوندي پاتې شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w1010e
دکمه بازگشت به بالا