مسکو د امارت سفیر وايي، ایران د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ مهم مسیر ګرځي

په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن ویلي، چې د افغانستان لپاره د ایران چابهار بندر د بهرنۍ سوداګرۍ په یو مهم او کلیدي مسیر بدل شوی دی. د هغه په وینا، د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې پر دغه لاره هره ورځ حجم په زیاتېدو دی.

مولوي ګل حسن ټینګار کړی چې د چابهار بندر پراختیا او د سوداګرۍ اسانتیاوې د افغانستان اقتصادي فعالیتونه پیاوړي کوي او د هېواد د سوداګریزو اړیکو لپاره مهم فرصتونه رامنځته کوي.

هغه ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د چابهار بندر له لارې د هېواد صادرات او واردات اسانه کړي، تر څو سوداګریزې اړیکې د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو بازارونو سره پراخې شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W611E
دکمه بازگشت به بالا