مسکو: د امریکا «تایفون» توغندیو ځای پر ځای کول د سیمې لپاره ګواښ دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا اعلان کړی چې مسکو په جاپان کې د امریکا په نظامي اډه کې د «تایفون» توغندیو ځای پر ځای کول د سیمې د بېثباتۍ لور ته یو ګام ګڼي او هغه غندي.
د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنست، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له روسیې سره په نږدې سیمو کې د یادو توغندیو ځای پر ځای کول د مسکو لپاره مستقیم او استراتيژیک ګواښ بللی دی.
هغې زیاته کړې، داسي بدلونونه به د سیمې او نړۍ لپاره بدې پایلې ولري او د هستوي قدرتونو ترمنځ کړکیچ زیاتوي.
د زاخارووا په وینا، روسیه له جاپاني دولت څخه غواړي چې د امریکایي توغندیو د ځای پر ځای کولو په اړه خپله پرېکړه له سره و ارزوي؛ کنه، مسکو به د سیمې د وضعیت د لا خرابېدو ټول مسوولیت پر جاپان واچوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5055a