مسکو چاودنه کې یو مشکوک کس او دوه ټرافیک پولیس ووژل شول

روسي چارواکو د چهارشنبې په سهار (د مرغومي ۳مه) خبر ورکړی، چې په مسکو کې د یوې چاودنې له امله یو مشکوک کس او دوه ټرافیک پولیس وژل شوي دي. د روسیې څېړنیزې کمېټې ویلي، کله چې دغه پولیس «مشکوک» کس ته نږدې شول، چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه.
ځایي چارواکو ویلي، چې د پېښې ځای تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې دی او د اړوندو ادارو لهخوا د امنیتي کمرو پرمټ اخیستل شوي تصویرونه تر څېړنې لاندې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w2317e

