مشعل: د پاکستان تازه بریدونه ښکاره تجاوز دی؛ افغانان به ځواب ورکړي

د جمهوري نظام پر مهال د لغمان والي لطف الله مشعل، د پاکستان تازه هوايي بریدونه د افغانستان پر حریم «ښکاره تجاوز» بللي او ټینګار یې کړی چې دا عمل د کلکې غندنې وړ دی.
مشعل په خپل ایکس پوسټ کې ویلي، د پاکستان د مذهبي ډلو او بلوڅ ازادي غوښتونکو فعالیتونو له امله، د دغه هېواد پوځي واکمنۍ په بې شرمانه ډول د پنجاب له لارې پر افغانستان بریدونه کړي دي. نوموړي دا بریدونه د افغان ولس د پام اړولو لپاره د امنیتي او جدایي غوښتونکو بحرانونو څخه د استفادې هڅه بللې ده.
لغمان دغه پخواني والي ټینګار کړی چې افغانان به د خپل هېواد د حریم او د خلکو د خونديتوب لپاره له هېڅ اقدام نه ډډه ونه کړي او د پاکستان له لوري ترسره شوي هر ډول تېري ته به لازم ځواب ورکړل شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/s249h

