مشعل د پاکستان متضاد دریځونه وضعیت ترینګلی کوي، افغانستان د دفاع حق لري

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير عاطف مشعل پر خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان بېګانیو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان وروستي دریځونه او تحرکات د یوه «متضاد او غیرمسوولانه» سیاست څرګندونه کوي.

نوموړي پر اېکس پاڼه په نیوکې سره لیکلي، چې پاکستان له یوې خوا له ثبوت پرته پر افغانستان د ټي‌ټي‌پي د ملاتړ ادعا کوي؛ خو له بلې خوا هغه استخباراتي کړۍ پټې ساتي، چې د افغانستان د بې‌ثباتۍ لپاره فعالیت کوي.

هغه وړاندې کاږي، د بې‌بنسټه ادعاوو دوام او د استخباراتي کړیو ملاتړ یوازې وضعیت ترینګلی کوي. هغه زیاته کړې، د هر ډول سرغړونو د تکرار مخنیوی حتمي دی؛ ځکه افغانستان د خپلې قانوني دفاع حق لري او د وضعیت د لا خرابېدو مسوولیت به د هغه لوري پر غاړه وي، چې دغه لړۍ روانه ساتي.

ښاغلی مشعل وایي:« په داسې شرایطو کې چې سیمه په اساسي ډول بدلېږي، د فشار او نفوذ زاړه ماډلونه نور نه عملي کېږي. د اړیکو یوازینی معقول بنسټ د دوه‌طرفه احترام او د حاکمیت د منلو اصل دی.»

لینک کوتاه

https://sarie.news/w176e
دکمه بازگشت به بالا