مصر: د غزې لپاره د ټرمپ سولې پلان خبرې اترې دویمه ورځ هم دوام لري

په غزه کې د جګړې د پايته رسولو لپاره د امریکا د سولې پلان په اړه د اسرائیلو او حماس تر منځ غير مستقيمې خبرې اترې ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ هم د مصر په شرم الشيخ کې دوام وکړي.

فلسطيني او مصري چارواکو رسنيو ته ويلي چې په دغو مذاکراتو کې تر ډېره تمرکز د اسرائيلي يرغملو او فلسطیني بنديانو د تبادلې لپاره د شرایط په برابرولو دی.

د اسرائیلو لومړي وزير د شنبې په ورځ ويلي وو، هيله لري چې “په راتلونکو ورځو” کې به د يرغمل شويو کسانو د خوشي کېدو اعلان وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوشنبې په ورځ له چارواکو سره د ليدنې پر مهال په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل، “موږ ډېره ښه موقع لرو چې يوې هوکړې ته ورسېږو او دا به دوامداره هوکړه وي”.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6356a
دکمه بازگشت به بالا