مطیعالله ویسا د ماشومانو زدهکړو ملاتړ له امله د قطر امیر جایزه وګټله

افغانستان کې د ماشومانو د زدهکړو فعال مطیعالله ویسا ته د قطر د امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني له لوري جایزه ورکړل شوه. دغه جایزه د قطر دولت له خوا هر کال په بېلابېلو کټګوریو کې د فساد پر ضد مبارزې، نوښت، شفافیت او ټولنیز اغېز په برخو کې مخکښو او اغېزناکو کسانو ته ورکول کېږي.
د «دوحه نیوز» د راپور له مخې، مطیعالله ویسا ته د «ځوانانو د نوښتګرۍ» په کټګورۍ کې دا جایزه ورکړل شوې ده. نوموړی د «قلم لارې» بنسټ مشر دی او نږدې پنځلس کاله یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول لرې پرتو ولسوالیو کې، د زدهکړو د ودې او ماشومانو د ښوونځي ته د هڅونې لپاره پراخ کمپاینونه ترسره کړي دي.
مطیعالله ویسا د خپلو مدني فعالیتونو له امله د زدهکړو د پراختیا په برخه کې د پام وړ پېژندګلوي لري. هغه مخکې د کابل په ښار کې د چارواکو له لوري نیول شوی و او تر یوې مودې بند وروسته بېرته خوشې شو.
د شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د فساد ضد نړیوالې جایزې د نهم پړاو مراسم د یکشنبې په ورځ، د ډسمبر په ۱۴مه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شول. په دې مراسمو کې د قطر لوړپوړو چارواکو، یو شمېر نړیوالو ډیپلوماتانو او همدارنګه د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) مشر جياني اینفانټینو ګډون کړی و.

