ملا برادر: اریانا شرکت دې له ګټې پرته د مېوو صادرات پیل کړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اړوندو وزارتونو او ادارو له مسوولینو سره د هوایي کارګو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د وچو او تازه مېوو د صادراتو په اړه غونډه شوې ده.

د اقتصادي معاونیت په اعلامیه کې ویل شوي: “په غونډه کې له بحث وروسته د اریانا افغان هوایي شرکت مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې اوسمهال له ګټې پرته په تمام شوي قېمت بهرنیو هېوادونو ته د وچو او تازه مېوو صادرات پیل کړي.”

سرچینې لیکلي چې یاد شرکت دې د مېوو د صادراتو لپاره د چارتر الوتکو د پیدا کولو په اړه له هوایي کارګو شرکتونو سره خبرې وکړي.

د اقتصادي معاونیت په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې اسلامي امارت به د اریانا افغان هوایي شرکت له لوري د دوه کارګو الوتکو د پېرلو لپاره بودیجه ځانګړې کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6405a
دکمه بازگشت به بالا