ملا برادر: په جوزجان کې د طبیعي ګازو د سپړنې پروژه پرانېستل شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د جوزجان ولایت د طوطي میدان د ګازو د سپړنې چارې رسماً پرانېستې.
د سریع خبري اژانس خبريال په پرانیستغونډه کې د ښاغلي برادر په حواله ویلي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د افغانستان د طبیعي ګازو صادرات بهر ته پیل شي، چې دا به د هېواد د سوداګرۍ په وضعیت او اقتصادي ودې کې مهم رول ولوبوي.
ملا برادر له پېرېدونکو او پانګوالو غوښتي، چې د تېر په څېر د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي.
ښاغلي برادر اړوند شرکت ته په ټينګار سره ويلي، چې د دغې پروژې چارې په لوړ کیفیت سره پرمخ یوسي او د خلکو د اميدونو پوره کولو ته کار وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a791s
دکمه بازگشت به بالا