ملا عبداللطیف منصور له موسسو سره پر نږدې همغږۍ او متوازن پرمختګ ټینګار وکړ

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د پرمختیایي او بشري موسسو له استازو سره د چارو د ښه‌والي، اغېزناکې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه جوړه شوې ناسته کې ټینګار وکړ چې یادې موسسې دې له دغه وزارت سره په نږدې همغږۍ کار وکړي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور نن په دغه وزارت کې د پرمختیايي او بشري مؤسسو له استازو سره د چارو د بهبود، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په اړه ناسته وکړه.
هغه وویل چې نننې غونډه په دې خاطر جوړه شوې څو ستونزو ته په شریکه رسېدنه وشي.
هغه زیاته کړه چې انسان معیشت او امنیت ته اړتیا لري او باید دواړه ورته برابر شي.
د ده په خبره، اوس په افغانستان کې امن دی، داخلي او بهرني موسسات کولای شي په ټول هېواد کې خپل فعالیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
د منصور په خبره، د خلکو د معیشت په ښه کولو کې د نظام ترڅنګ موسسې هم مسوولیت لري باید پاملرنه ورته وشي.
هغه وویل: «د افغانستان ۷۰ سلنه خلک په کلیو کې ژوند کوي، په تېرو څو لسیزو جګړو کې اطراف ډېر ویجاړ شوی دی، زموږ او ستاسو ګډ مسوولیت دا دی، هغه کارونه چې په دغو کلیو کې که حکومت ترسره کوي او که موسسې، باید په هماهنګۍ ترسره شي.»
منصور زیاته کړه، په کلیو کې د خلکو اړتیاوې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت  ته په ښه توګه معلومېږي او دوی به له موسسو سره دغه اړتیاوې شریکوي څو په ګډه په دغو سیمو کې پروژې تطبیق شي.
هغه وویل: «زموږ مطلب دا نه دی چې موسسې دې خپله پانګه را واخلي او موږ ته دې په اختیار کې راکړي، بلکې موږ داسې وایو چې دغه بودجه پر ځای ولګول شي او خلکو ته یې ګټه ورسېږي.»
په یاده غونډه کې د داخلي موسسو په استازیتوب تاج‌محمد بصیري وویل چې داخلي موسسې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ترڅنګ ولاړې دي او په ګډه ورسره کار کوي.
هغه زیاته کړه، هر څومره چې همغږۍ ډېره وي، په هماغه اندازه د پروژو تطبیق په ښه ډول ترسره کېږي.
د نوموړي په خبره، د موسسو، وزارت او ولایتي ریاستونو ترمنځ کې همغږۍ ډېره مهمه ده؛ څومره چې همغږۍ ډېره وي، په هماغه اندازه ستونزې او مشکلات ژر هوارېږي.
په یاده غونډه کې په افغانستان کې د یونیسف د اوبو پروژو مدیر اداني  وویل چې د یونیسف تر چتر لاندې ټولې موسسې په پروژو کې د کلیو پراختیا وزارت معیار په نظر کې نیسي او د هغه مطابق کارونه ترسره کوي.
نوموړی وايي، دوی د کلیو پراختیا له وزارت سره په ګډه همکارۍ کار کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w459w
دکمه بازگشت به بالا