ملا هدایتالله بدري: د جوزجان د ګازو سپړنه د افغان ـ ازبیک اقتصادي مشارکت نوې مرحله پرانیزي
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري د جوزجان ولایت د طوطي میدان د ګازو د سپړنې پروژې د پرانېستنې پر مهال ويلي، چې په دې حوزه کې شاوخوا ۳۰ څاګانې شتون لري او د ۲۵ کلونو لپاره د اکتشاف او تولید قرارداد ورکړل شوی، چې نن یې عملي کار پيل شو.
د سریع خبري اژانس خبريال د ښاغلي بدري له قوله ويلي، افغانستان د نفتو پراخې زېرمې لري او د اسلامي امارت موخه دا ده چې له دغو طبیعي سرچینو د هېواد د جوړونې او اقتصادي ودې په موخه ګټه پورته کړي.
ملا هدايتالله بدري د افغانستان او ازبيکستان اړیکې تاریخي بللې او زياته کړې ده: (( نن ورځ د طبیعي سرچینو په استخراج کې نوی باب پرانیستل کېږي چې دا پروژه کولی شي د افغان ـ ازبيک اقتصادي مشارکت یوه بریالۍ بېلګه وګرځي.))
نوموړي ټينګار کړی، چې قراردادي شرکت باید د پروژې په ټولو چارو کې د اصولو پابند پاتې شي؛ څو دا کار د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره د بریا یو عملي نمونه شي.
په پای کې، د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبیکستان له دولت او خصوصي سکتور مننه کړې او زياته کړې يې ده، چې د دواړو هېوادونو اړیکې د سوداګرۍ او کلتوري اړیکو تر څنګ، اوس د عصري اقتصادي مشارکت نوې مرحلې ته داخلېږي.