ملتان: د چناب سیند بند ماتېدو لسګونه کلي سیلابي کړل، بېړنی حالت اعلان شو

د پاکستان د پنجاب ایالت د ملتان ښار چارواکي وایي، د «چناب» سیند د اوبو د کچې لوړوالي له امله د «جلال پور پیرواله» په سیمه کې یو بند درزونه کړي او له امله یې لسګونه کلي تر اوبو لاندې شوي دي.
چارواکو د پېښې له امله بېړنی حالت اعلان کړی او زیاتوي، چې د سیمې اوسېدونکي د ځان ژغورنې لپاره د خپلو کورونو بامونو ته پورته شوي دي.
پاکستان هر کال د موسمي سختو بارانونو او سېلابونو له ګواښ سره مخ کېږي. په دې هېواد کې یوازې د وروستيو سېلابونو له امله زرګونه کسان بې‌کوره شول او کرنیزو ځمکو او زیربناوو ته يې درانه زیانونه واوښتل.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5354a
دکمه بازگشت به بالا