ملي دفاع وزارت ۲۰۳ منصوري قول اردو کې ۴۰۰ منسوبین له پوځي زده کړو فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۴۰۰ تنه ځوان منسوبین د درې میاشتنیو پوځي او عقیدوي زده کړو له بشپړولو وروسته تېره ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د راپور له مخې، د یادو مراسمو پر مهال مسوولینو فارغانو ته د زده کړو د بریا مبارکي ورکړه او ټینګار یې وکړ، چې فارغان اوس په عقیدوي او مسلکي ډول روزل شوي او د هېواد د پولو او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره بشپړ چمتو دي.
په پای کې فارغانو د خپلو پوځي مهارتونو عملي ننداره وړاندې کړه، او مراسم د بری لیکونو په وېشلو سره پای ته ورسېدل.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت د همدې قول اردو له اړوندو مرکزونو څخه تر دې وړاندې هم سلګونه ځوانان له مسلکي زده کړو فارغ شوي او د هېواد د دفاع دنده یې پر غاړه اخیستې ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/A1292S

