ملګرو ملتونه تر ۲۰۲۵ پورې ۲.۸ میلیونه افغانان راستنېږي، مرستې کمي دي
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په تازه راپور کې ویلي، چې تر ۲۰۲۵ زېږیز کال پورې له ایران او پاکستانه نږدې ۲.۸ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
راپور څرګندوي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت لا هم نازک پاتې دی، ځکه د PoR کارتونو د اعتبار موده د اګست په ۳۱مه پای ته رسېدلې او د دغو اسنادو له ختمېدو سره ګڼ افغانان له حقوقي او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
په همدې حال کې، راپور د افغانستان بشري وضعیت ته هم اشاره کوي او وايي، چې د بشري مرستو لپاره له جدي بودیجوي کمښت سره مخ دی. د UNHCR د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال لپاره له اړتیا وړ ۴۷۸ میلیونه ډالرو یوازې ۳۷ سلنه تر دې دمه برابرې شوې دي، چې دا کچه د راستنېدونکو د اساسي اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغان راستنېدونکو د ملاتړ لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي. دغه اداره په خپلې تازه مرستندویه غوښتنه کې د ۲۵۸.۶ میلیونه ډالرو د برابرېدو غوښتنه کړې، څو وکولای شي د ستنېدونکو لپاره د سرپناه، روغتیا، خوراکي توکو او لومړنیو خدمتونو برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
UNHCR ټینګار کړی، چې د نړیوالو مرستو کمښت به د راستنېدونکو پر ژوند ناوړه اغېز وکړي او د افغانستان بشري وضعیت به لا پسې له ستونزو سره مخ کړي.

