ملګرو ملتونو د ماشومانو د سرطان پر وړاندې د مبارزې اړتیا وښوده

ملګرو ملتونو ویلي، هر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۰۰ زره ماشومان او ځوانان د سرطان له ناروغۍ سره مخ کېږي. د یادې ادارې په وینا، تر ټولو عام ډولونه یې لیوکیمیا، لمفوم، د مغز سرطان او نور سخت ټومورونه دي.
په نړیواله کچه د ماشومانو د سرطان د ورځې په مناسبت، نړیوال روغتیا سازمان (WHO) د دې ناروغۍ په اړه معلومات وړاندې کړي، څو والدین، ښوونکي او ټولنه د مخنیوي او لومړني تشخیص اهمیت درک کړي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د ماشومانو پر وړاندې د سرطان مبارزه نړیواله همکاري او د روغتیايي خدمتونو پراخ لاسرسی غواړي، ترڅو هر ماشوم ته د روغتیايي خدماتو برابر فرصتونه برابریږي او د ناروغۍ له خطر سره مقابله اسانه شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q450q

