ملګرو ملتونو وویل امریکايي مرستې کمې شوي، خو په افغانستان کې یې فعالیتونه روان دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډیکارلو افغانستان ته د درې ورځني سفر پر مهال کابل کې ویلي چې د امریکا له لوري مرستو کمېدل به افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو د پام وړ اغېز ونه لري. نوموړې ټینګار کړی چې دغه سازمان پراخ نړیوال ملاتړ لري او له اوږدې مودې راهیسې افغانستان کې فعال حضور ساتلی دی.
ډیکارلو څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو ماموریتونه د حالاتو له بدلون سره سم وخت پر وخت ارزول کېږي او ممکن ځینې فعالیتونه د اړتیا له مخې بدلون ومومي، خو اساسي تمرکز د افغانستان خلکو ته پر دوامدارو خدمتونو ولاړ دی. د هغې په وینا، هڅه کېږي چې ماموریتونه سیمهییزو واقعي شرایطو سره عیار وساتل شي او بشري، پرمختیايي او بنسټیزو برخو کې ملاتړ روان وي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکا د ملګرو ملتونو له ځینو ادارو وتلې او مالي مرستې یې کمې کړې دي. له دې بدلونونو سره سره، د ملګرو ملتونو اړوند ادارې لا هم بېلابېلو هېوادونو کې خپل فعالیتونه پر مخ وړي او د بدیلو مالي سرچینو پر موندلو کار کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم، چې افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا، د ناروغیو مخنیوي او د مړینو کچې راکمولو په برخه کې کار کوي، د خپل ماموریت د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د خلکو روغتیايي اړتیاوې د نړیوالو همکاریو له لارې تعقیبېږي.
کارپوهان باور لري چې د نړیوالو مرستو په جوړښت کې هر بدلون کولای شي پر بشري او پراختیايي پروګرامونو فشار راولي، خو د څو اړخیز ملاتړ موجودیت د دې لامل ګرځي چې د اساسي خدماتو بهیر په بشپړ ډول ونه درېږي. د ملګرو ملتونو د مشرتابه وروستۍ څرګندونې هم همدې ټکي ته اشاره کوي چې افغانستان کې د فعالیتونو تسلسل د بدلونونو سره سره ساتل کېږي.
